| |
 

د نړیوال کړکیچ ډله : د افغانستان راتلونکی سیاسي ثبات په غني او عبدالله پورې ارتباط لري.

د نړیوال کړکیچ ډلې د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د واک پر سر د افغانستان د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ اختلافات د دې هېواد کمزوری امنیت او اقتصادي پرمختګ له خطر سره مخامخ کوي.
د نړیوال کړکیچ ډله په خپل تازه راپور کې وايي د افغانستان د ملي وحدت حکومت اینده او د افغانستان سیاسي ثبات متزلزل دي. خو د ولسمشر غني د ویاند مرستیال وویل چې دا راپور د وهمونو په اساس جوړ شوی دی.
د نړیوال کړکیچ ډله چې مقر یې د بلجیم په بروکسل کې دی وايي د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافونه د هغه توافق په مادو کې د ابهاماتو له کبله دي چې غني او عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانی وزیر جان کیري په منځګړتوب لاسلیک کړ.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي موږ د بحران د نړیوالې ادارې رپوټ لوستلی دی، هغه اندیښنې چې دوی لري دا گزارش تر ډیره په وهمونو باندې ولاړ دی.
د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ هیڅ ډول اختلافات نشته او یواځې د لرلید بیلوالی دی او دا په دموکراتیکو اصولو کې یو طبیعي امر دی.
د دغه توافق د دواړو خواو ترمنځ ټاکنیز جنجال ختم کړ خو اوس هر اړخ دا توافق جلا تعبیر او تفسیر وي چې همدغه کار ستونزه پیدا کړې ده.
د نړیوال کړکیچ ډله وایي چې ښاغلی عبدالله په دې باور دی چې د توافق له مخې په حکومت کې مساوي ونډه لري. خو ولسمشر غني ټینگار کوي چې وروستي واک لکه په اساسي قانون کې چې تعریف شوي، د جمهوري ریاست په اختیار کې دی.
رپوټ وایي چې د ملي وحدت د حکومت مشران په عمده ملکي او پوځي څوکیو باندې خپل متحدین ټاکي او دغه ټاکنې تر ډیره د قومیت په بنسټ کیږي. په رپوټ کې په مشخصه توگه ادعا شوې چې ښاغلی غني د پښتون قوم او ښاغلی عبدالله د تاجک قوم اشخاص په عمده حکومتي څوکیو گماري.
په رپوټ کې نړیوالې مرستې د اورپکو پر ضد مبارزه کې مهمې گڼل شوي، خو ټینگار شوی چې د افغانستان ثبات د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله پورې مربوط دی چې خپلو اختلافونو ته شا کړي او د یو بل سره په همکارۍ د امنیتي، اقتصادي او بشري ستونزو په وړاندې چې هیواد ورسره مخ دی مبارزه وکړي.
د نړیوال کړکیچ د ډلې د رپوټ په اعلامیه کې راغلي دي چې که دغه اختلافونه همداسې پاته وي داخلي ستونزو او نا امنیو ګواښ نور هم زیاتوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »