| |
 

ملګري ملتونه : ناامنیو څه د پاسه ۴۷زره افغانان شاوخوا ۳میاشتو کې بېځایه کړي.

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې د ۲۰۱۷ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې تر اوسه پورې ۴۷ زره او ۴۰۴ کسان د نا امنیو د تازه څپې له امله له خپلو سیمو بې‎ځایه شوي دي.

د راپور له مخې زیاتره بې‎ځایه شوي کډوال د کندز او بغلان ولایتونو اوسیدونکي دي.

ملګري ملتونه وايي، د کندز هغه کورنۍ چې ښه امکانات يې هم لرل پردې ښار د طالبانو د برید د اندیښنې له امله يې خپل کورونه پریښي دي.
دا سازمان اندیښنه ښيي چې د روان میلادي کال تر پایه ښايي افغانستان کې د بې‎ځایه شويو شمېره ۴۵۰زرو ته لوړه شي.

د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت وايي، دوی یوازې دې برخه کې د همغږۍ د رامنځته کولو نقش ترسره کوي.
د کډوالو د چارو وزارت وايي، خپلو سیمو ته د بې‎ځایه شويو د ستنولو او ځای پر ځای کولو پر یوه پروګرام کار کوي.
د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې بې‎ځایه شوي خلک په مجموع کې د افغانستان د ۲۲ ولایتونو اوسیدونکي دي.

ملګري ملتونه وايي، نېږدې ۶۶۱ زره کسان په تېر ۲۰۱۶میلادي کال کې له خپلو اصلي سیمو بې‎ځایه شوي وو.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »