| |
 

۱۳۹۵ وزرشي کال لاسته راوړنې، ستونزې!

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان موازي المپیک او نا انډولیو د افغان لوبغاړو پر بریاوو سیوری غوړولی و.
د افغانستان د المپيک ملي کمېټه د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي چې د المپیک کمېټې د مشرۍ پر سر جنجالونو د افغانستان ورزش ته زیان اړولی او افغان لوبغاړي یې له ستونزو سره مخ کړي.
پارا المپیک مسؤلان وايي، دغه فدراسیون زیاتو ستونزو سره مخ دی.
۱۳۹۶ لمریز کال په داسې حال کې پیلېږي چې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر جنجالونه لا پایته نه ‌دي رسېدلي.
د المپيک ملي کمېټې چارواکي هم په دغه کال کې له خپلو لاسته راوړنو خوښ نه ‌دي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې سلګونه افغان لوبغاړو په يو شمېر مهمو نړیوالو سیالیو لکه د ۲۰۱۶ کال په المپيکي، د جنوبي اسیا او د ویتنام په سیالیو کې ګډون درلود چې څه ناڅه لاسته راوړنې يې هم لرلې.
په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ اداره چې شااوخوا درې میاشتې وړاندې يې په رهبرۍ کې بدلون راغلی ۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې بېساری او د بریاوو کال ګڼي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغه کال کې يو شمېر افغان لوبغاړي د هند په ای. پي. ال، د وېسټ انډيز په کارابین، د بنګله‌دېش په بي. پي. ال او د پاکستان په پی. اس. ال کې په ښه بيه واخیستل شول چې د افغان لوبغاړو په وړتیاوو دلالت کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي په داسې حال کې د خپلو لاسته راوړنو خبره کوي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د فیفا په تازه درجه بندۍ کې څو قدمه شاتګ کړی او د ۲۰۴ هېوادونو منځ کې ۱۵۶ مقام خپل کړی.
د دغه فدراسیون مسولینو په خبره ۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان د فوټبال لپاره د ویاړونو کال و او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په‌کې ښې لاسته راوړنې لرلې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۱۶ رسمي او دوستانه سیالۍ کړي چې په ۷ کې یې بریاوې خپلې کړي، ۸يې بایللي او يوه ‌يې مساوي کړې.
په ورته وخت کې يو شمېر افغان لوبغاړي چې په ډېرو نړیوالو سیالیو کې یې د افغانستان استازولي کړې د افغانستان د المپيک اوسنی وضعیت ورته د اندېښنې وړ دی.
فري فایټ په ۱۳۹۵ لمریز کال کې يو له هغو لوبو څخه وه چې د احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز په ګډون يو شمېر نورو لوبغاړو په‌کې ښې لاسته راوړنې درلودې.



ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »