| |
 

ترکیې له اروپايي ټولنې سره د یوه تاریخي تړون د لغوه کولو ګواښنه کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د انقرې او بروکسل د مخ په زیاتېدونکې لفظي شخړې په ترڅ کې د هغه تاریخي تړون د لغوه کولو ګواښنه کړی چې اروپایي ټولنې ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ننوتو د لړۍ مخه نیسي.

کال وړاندې اروپا د کډوالو د ستر کړکیچ سره مخ وه، ترکیې ورسره پر یوې معاملې هوکړه وکړه چې غیر قانوني کډوال به نه‌پرېږدي چې یونان ته ور ننوځي او په بدل کې اروپایي ټولنې هم له انقرې سره په دې ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب او د ترکیې اتباعو ته له ویزې پرته د سفر کولو د غوښتنلیکونو د بهیر د ګړندي کولو او بېرته ترکیې ته د کډوالو استولو په بدل کې د ۶ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دغه تړون له دې کبله ستایل شوی چې له دې سره‌یې مرسته وکړه چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال اروپا ته د ګڼ شمېر کډوالو د ورتلو بهیر تکرار نه‎شي، هغه بهیر چې په اروپا کې د ښي اړخو او کدوالۍ ضد سیاسي ګوندونو د عامه ملاتړ د زیاتېدو سبب شوی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ۲۴ ټلوېزیوني شبکې ته وویل چې ترکیه اوس پر دغه تړون غور کوي او که دا ومومي چې اروپایي ټولنه خپلې ژمنې نه‌عملي کوي، هغه به لغوه کړي.

هغه زیاته کړه، موږ کولای شو دغه تړون سمدستي لغوه کړو، دا هر څه زموږ لاس کې دي.

د هغه په وینا په اوس وخت کې موږ دغه تړون نه‌عملي کوو ځکه تر اوسه له ویزې پرته د سفر کولو شرایط نه‎دي عملي شوي.



ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »