| |
 

بهرنی سیاست د کورني سیاست ادامه ده.

لیکوال : عظیم الدین علمي
د افغانستان دولت د دیورند د ښکیلاکي کرښې په اړه واحد ملي نظر او پالیسي نه لري.
د افغانستان زیاتره خبري رسنۍ هم کومې واحدې ملي نشراتي پالیسۍ ته ژمنې نه دي.
د زیاتره رسنیو لګښت او لا تر لګښت هاخوا مصارف بهرنیان ورکوي او دوي هم بهرنۍ ګټې له نظره نه غورځوي. ځینې چارواکي او د رسنیو مسئولین په شعوري توګه د دیورند کرښې پر ځاي د سرحد کلمه کاروي او د دښمن ژرندې ته اوبه بیایي.
د ترهګرۍ لوبه د افغانستان دوه اصلي نیواکګرو، د خپل پنجابي متحد په مرسته، د افغان هیواد د نیواک او په سیمه کې نورو موخو ته د ځان رسولو لپاره جوړه کړه. په دې لوبه کې د پنجاب یوه موخه د پښتون په وسیله پښتون ځپل او د افغانانو تر منځ د بیلتون پر ښکیلاکي کرښه د خپل پوځ ځاي پر ځاي کول و. د پاکستان پوځی ادارې، په تېرو ۱۵ کالو کې، د خپلو استخباراتو په وسیله، په پښتونخوا کې د خپلې خوښې امنیتي ډرامې وزیږولې، د پښتنو د ځپنې لار يې هواره کړه، د دیورند پر کرښه یې پوځ ځاي پر ځاي کړ او په ځینو سیمو کې يې پوځونه له کرښې هم واړول.

اوس د افغانستان چارواکي د بهرنیانو تر اغېز او ولکې لاندې دي، په کورني سیاست کې خپلواک نه دي او فاسده اداره د خلکو او وطن په ګټه د چارو له اجرا عاجزه ده. په دې صورت کې له دولتي مسئولینو څخه په بهرني سیاست کې د بریا طمعه بې ځایه ده. مدني بنسټونه هم تر زیاتې کچې د خپلو تمویلوونکو په ولکه کې دي.
د ښکیلاکي کرښې په اړه پرېکړه به د امریکا او انګلستان له خوښې سره سمه کيږي.
د افغانستان په نیواک کې له نیواکګرو سره د مرستې په بدل کې به د پنجاب پوځي ادارې خامخا د یرغلګرو هیوادونو دا ژمنه ترلاسه کړي وي چې د دیورند پر کرښه د پاکستان د ولکې ټينګښت تضمین کړي. نو ځکه به امریکا او انګلستان د برلین د دیوال په شان د دیورند کرښې ړنګول ونه غواړي. په داسې حال کې چې دغې کرښې هماغه شان افغان له افغانه جلا کړی دی، لکه څنګه چې برلین دیوال جرمن له جرمنه جلا کړی و.
یوازې د ښکیلاکي کرښې په دواړو خواوو کې میشت بیدار ولسونه دا کرښه ړنګولی شي چې وسمهال هغوي پر نالوستۍ سربېره له نورو رنګارنګ دردونو او کړاوونو سره مخامخ دي. خو یقیني ده چې ولسونه به یوه ورځ هرومرو دا کثیفه کرښه ړنګوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »