د سوريې جګړه کې ښکیلو خواو په ژینیف کې د دوه اونیو له بې پایلو خبرو وروسته یو بل ملامت کړل.
له ډیمسټورا سره تر یوه ساعت بحثونو وروسته د سوريې د حکومت استازي غوښتل له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې پیل کړي خو د سوريې د حکومت وسلوالو مخالفینو پر دې اړوند خبرې کول رد کړل.
د سوريې د حکومت وسلوالو مخالفانو بیا له سټیفن ډیمسټورا سره خپلې خبرې مثبتې وبللې او ژمنه يې وکړه چې که څه هم د مثبتو پایلو هیلې کمې دي خو خبرو اترو ته به دوام ورکړي.
