| |
 

د تابعيت په تذکرو کې د ملت او قوم ستون د ليکلو په باب د افغانستان ملي تحريک اعلاميه

د افغانستان ملي تحريک چې له څلورو کلونو راهيسې له يو شمېر نورو مدني او ملي حرکتونو سره يې يو ځای او اوږه پر اوږه د ملي هويت په تذکرو کې د (اسلام) او (افغان) د کلمو د ليکلو لپاره مبارزه کړې او په دې برخه کې يې ان د مخکښۍ رول لوبولای، په دې خبره خوشاله دی چې اوسني ګډوله حکومت لږ تر لږه د قانون د يوې مادې يوې برخې ته غاړه کېښوده. ويل کېږي چې جمهور رييس د يو تقنيني فرمان له مخې په تذکرو کې د دين ستون ترڅنګ د (ملت) او قوم ستون د ليکلو حکم کړی دی. ملي تحريک که څه هم د هويت په تذکرو کې د (دين) او (ملت) ستونونو پر لیکلو ټينګار کاوه، خو چې د ځينو نورو خلکو په غوښتنه د قوم ستون هم زياتېږي، موږ يې د زيات مخالفت وړ نه بولو. د جمهور رييس تقنيني فرمان افغان ولس ته کوم اضافي ډالۍ نه ده، يوازې د اساسي قانون له روحيې سره سم يې ګام اخيستی دی، خو بيا هم يو نسبي پرمختګ ګڼل کېدی شي. د افغانستان ملي تحريک ټولو ملي او مدني حرکتونو ته بلنه ورکوي چې خپلو ملي او قانوني مبارزو ته په دقت سره دوام ورکړي، ترڅو چې نه يوازې د ملي هويت د تذکرو مسله له اساسي قانون سره سمه عملي شي، بلکې نورو دېته ورته مسايلو ته لا پسې متوجه اوسي چې حکومت تر دې زيات له قانون څخه سرغړاوی ونه کړي او قانون د خپلو شخصي موخو لپاره تر دې زيات قرباني نه کړي.
د اساسي قانون او د نورو قوانينو د تطبيق په هيله
په درنښت
د افغانستان ملي تحريک دارالانشاء








ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »