| |
 

د ننګ میراث!

سیده حسینه ګل
وطن به مى ازاد شي ستا د زوره پنجابيه
پښتون که رابيدار شو بيا نو ګوره پنجابيه
مونږ دوه وروڼه يو لر وبر دنيا ته ده معلومه
دا ستا په شاندى نه يو يه بى وروره پنجابيه
تر مرګه به دى ټول عمر په قهر درپسى يم
زما نه خلاصيدے نه شى تر ګوره پنجابيه
ستا لاس دى وي ازاد کوه چى هر څه ته کوے شى
درځم به دى تر کلي او تر کوره پنجابيه
زه امن يم د سپينى رڼا لويه علامه يم
دا توره تياره ستا شوه تکه توره پنجابيه
چى لوے پټکے او دروند څادر مى سپک درته ښکاريګي
په دواړو سترګو ړوند شى يه شمکوره پنجابيه
دا سترګى دى د هاغو ټولو نورو نه هم اوځي
زما د هر دښمن د سترګو توره پنجابيه
زما خو ددى خاورى د زرګاو کالو تاريخ دے
بى قامه يه بى خاورى يه بى موره پنجابيه
دا ګل وطن زما د پلار نيکه د ننګ ميراث دے
دا ته راغلى د چرته د کوم لوره پنجابيه

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »