| |
 

ټرمپ به د کډوالو په اړه د مارچ په لومړۍ نوی فرمان لاسلیک کړي.

خبري رسنیو راپور ورکړي، ولسمشر ډونالد ټرمپ به د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه امریکا ته د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د ورتګ په اړه نوی فرمان لاسلیک کړي.
اسوشیټېډ پرېس د ټرمپ د ادارې د یوه لوړ رتبه چارواکي په حواله چې په دې اړه‌ یې د خبرو اجازه نه‌درلوده، د هغه د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط دا معلومات خپاره کړي دي.
د سپینې ماڼې ویاند شان سپایسر ویلي، ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ دا فرمان لاسلیک کړي خو ځنډ له‎ دې امله راغی چې موږ غواړو دا فرمان تر لاسلیک وروسته په ډېر ښه ډول عملي شي.
د ولسمشر ټرمپ مخکني فرمان چې د اوو هېوادونو پر خلکو یې امریکا ته د ورتګ نوي ورځنی بندیز اعلان کړ، د امریکا په هوايي ډګرونو کې ګډوډي جوړه کړه او پر ضد يې په زیاتو ایالتونو کې لاریونونه هم وشول.
دا هغه اووه هېوادونه دي چې اکثر خلک ‌یې مسلمانان دي.
د ټرمپ د فرمان پر اساس، امریکا ته له سوریې د کډوالو پر ورتګ هم بندېز ولګېد.



ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »