| |
 

د اروزګان والي محمد نذیر خروټي: وسلوال طالبان غواړي اروزګان ولایت د خپل مرکز په توګه وټاکي.

د ارزګان چارواکي وايي، وسلوال طالبان غواړي اروزګان تر خپل ولکې لاندې راولي او ګاونډيو ولایتونو ته لاسونه وغځوي.
د ارزګان والي محمد نذیر خروټي په خبره اروزګان چې د افغانستان مرکزي ولایت دی، ځکه نو وسلوال طالبان غواړي دغه ولایت د خپل مرکز په توګه وټاکي او په وېنا يې که مرکزي حکومت اروزګان ته جدي پاملرنه ونه‎ کړي نو د دغه ولایت څخه به ناامني د افغانستان نورو ولایتونو ته وغځېږي.
نوموړی وايي، اروزګان ته د وسلوالو طالبانو لوړپوري مشران هم راغلي او دغلته د خلکو سره په سلا مشورو بوخت دي.
خروټي وړاندې زیاتوي، مرکزي حکومت د ارزګان د امنیت برخه کې خپلو کړو وعدو ته ژمن نه ‎دی پاتې شوی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان ملي امنیت شورا هم د پسرلي موسم په راتلو سره د اروزګان په ګډون د یو شمېر ولایتونو د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د ملي دفاع وزارت مسولین وايي چې دوی اروزګان کې د هر ډول بریدونو پر وړاندې چمتووالی لري، دا رنګه زیاتوي د ارزګان امنیتي وضعیت په خپل لومړيتوبونو کې راوستی او زموږ عملیات اوس هم یاد ولایت کې روان دي.


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »