| |
 

د سوریې حمص ښار کې ځانمرګي برید کې ۴۲ تنه وژل شوي.

فعالان وايي چې د سوریې په لوېدیځ حمص ښار کې پر امنیتي ځواکونو په یو ځانمرګي برید کې لږترلږه ۴۲ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، څو تنو ځانمرګو بریدکوونکو د ښار د دولتي امنیتي ځواکونو او پوځي استخباراتو د قرارګاوو مخته ځانونه والوزول.

دا ټولنه وايي، د استخباراتو یو جګپوړی افسر هم د دې حملې په قربانیانو کې شامل دی.

د سوریې دولتي تلویزیون راپور ورکړ چې د حمص په الغوتا او الموهاتا ولسوالیو کې له ځانمرګو بریدونو وړاندې درنې نښتې هم شوې دي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »