| |
 

په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیواله خونه پرانستل شوه.

د سوداګرۍ نړیوالې خونې د افغانستان اجرائیه مشر او نورو افغان چارواکو په حضور کې د پنجشنبې په ورځ کابل کې د خپل فعالیت جواز ترلاسه او په کار یې پیل وکړ.
افغان چارواکي هېواد ته د پانګونې د جلب، په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړي حضور، د نړیوالې سوداګرۍ سره د افغانستان د ښو اړیکو رامنځته کېدلو لپاره کابل کې د دغه بنسټ فعالیت مهم پرمختګ یادوي.
په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوالې خونې پلاوي مشر مایل اغا خیرخواه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دا خونه به په افغانستان کې صنعتي کارونه ډېر او منظم کړي.
د سوداګرۍ نړیواله خونه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۱۶ میلادي کال جون میاشت کې منل شوی و.
د سوداګرۍ نړیواله خونه ۹۲ غړي هېوادونه لري چې له هغوی سره د ښو سوداګریزو اړیکو درلودلو لپاره د افغانستان په اقتصاد کې دا مهم ګام یادېږي.
له دې سره د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د شااوخوا ۸۰ کلونو راهیسې په هېواد کې فعالیت لري خو د دغې خونې د چارواکو په باور د نړیوالو اړیکو جوړولو په برخه کې د تشې احساس موجود و.
افغانستان تر دې وړاندې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.
د سوداګرۍ نړیوالې خونې مرکز د فرانسې په پاریس ښار کې دی او په بېلابېلو هېوادونو کې د ۱۹۱۹ میلادي کال راهیسې فعالیت لري.



ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »