| |
 

افغان سیاستوال : پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل افغانستان له سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو ... ستونزو سره مخامخ کړ.

اته وويشت كاله وړاندې د ۱۳۶۷ كال د سلواغې په شپږويشتمه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد وروستی سرتېری هم د حيرتانو له بندر څخه واوښت او په دې توګه د هېواد په تاريخ كې يو نوى فصل پرانیستل شو.
د افغانستان ملي تحریک له لوري په رابلل شوې غونډه کې د سیاسونو نظر دا و، چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل افغانستان د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو برخو کې د زیانمېدا سره اوس ناخوالې ګالي.
د ملي تحریک مشر پوهاند محمد اسعمیل یون د شوروي اتحاد د یرغل د پایلو ته اشاره کوي، شوروي یرغل د افغانستان عنعنوي سیستم د قومي او سمتي توپیرونو رامنځته کولو له لارې زیانمن کړ.
د شوروی اتحاد یرغلګرو پوځونه افغانستان ته راغلل او څه کم لس کاله په جګړه بوخت شول، افغانانو ته دغې جګړې درنې پایلې لرلی.
استاد محمد زمان مزمل له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو وتل يو برى بولي، خو په وېنا یې دا ددې هېواد د ستونزو پاى نه شو، تر هغې وروسته بيا تر ننه هم افغانان د بهرنيانو له دسيسو او لاس وهنو كړېږي.
د افغانستان د بشرې حقونو خپلواک کمېسیون کمیشنر مولوی عبدالرحمان هوتک د پخواني شوروي پر وړاندې شوې جهاد دیني فریضه ګڼي، د جهاد په نوم امتیاز اخیستل پرځای عمل نه دي، د هغه په ټکو اته ویشت کاله وړاندې د شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، خو لا یې هم منفي اغېزې په افغانستان کې پاتې دي چې ډېر شمېر خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
سره له دې چې له هغه مهاله کلونه اوړي خو اوس هم افغانستان له سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پلوه کړېږي، لا هم په دې هېواد کې وسلوالې جګړې دي، هره ورځ د پخواني شوروي عسکرو ښخ کړي ماینونه خلک وژني، ټپي کوي یې او سلګونه معلول شوي او هک حیران دي چې خپلې کورنۍ ته څنګه یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »