| |
 

د بشري حقونو څار سازمان : له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو ایستل غیر قانوني او د ټولو نړيوالو قوانينو او کنوانسینونو خلاف عمل دی.

یاد سازمان له پاکستان څخه په اجباري توګه د افغان کډوالو ایستل غیر قانوني ګڼي او د ملګرو ملتونو او مرسته کوونکو هېوادونو څخه غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو له دې هېواده د افغان کډوالو له ایستلو او ځورولو لاس واخلي.
د دغه سازمان څېړونکې پټرېشیا ګاسمن په کابل د دغه سازمان له‌خوا د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د يوه راپور د وړاندې کولو پر مهال له پاکستان وغوښتل چې د کډوالۍ ټولو قوانینو او کنوانسینونو ته دې درناوی وکړي او د افغان کډوالو له ځورولو دې لاس واخلي.
له پاکستان څخه مو دا غوښتنه ده چې له دې کړنې لاس واخلي او د کډوالۍ قوانینو او د کډوالو حقونو ته دې درناوی وکړي، همدارنګه نور هېوادونه هم چې کډوال په ‌کې مېشت دي.
د یاد سازمان د راپور له مخې لا هم په افغانستان کې وضعیت دې ته نه ‌دی برابر چې افغان کډوال دې افغانستان ته راستانه شي او دلته دې خوندي ژوند ولري.
دا راپور څرګندوي چې له پاکستان څخه راستانه شوې کډوال په پاکستان کې نسبت ښه امنیتي وضعیت او اقتصادي حالت لره چې له راستنېدو وروسته په افغانستان کې جګړې، لوږې او يو شمېر نورو ستونزو سره مخامخ دي.
په راپور کې د يو شمېر افغان کډوالو له قوله ویل شوي چې د پاکستان پولیسو له‌خوا ځورونو، نیونو، بندي کولو او شپې له‌خوا چاپو دوی اړ کړي چې له پاکستان څخه ووځي.
په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې نږدي يو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې د يو شمېر راپورونو له مخې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حکومت هم ورته اړېنه پاملرنه نه ده کړي.
د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت هم په تدریجي توګه د افغان مهاجرینو پر راستنېدا ټينګار کوي او په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري خبره کوي.




ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »