| |
 

افغان شاعر- لیکوال او پخوانی سیاستوال بارق شفیعي تېره شپه په جرمني کې ومړ.

محمد حسن بارق شفیعي په ۱۳۰۹ او په بل روایت ۱۳۱۰ کال د کابل ښار په ریکاخانه سیمه کې زېږېدلی وو.‌
ویل کیږی چې ارواښاد شفیعي په ۱۳۴۱ کال په کابل کې د ژوندون مجلې د مرستیال او په ۱۳۴۴ کال د پښتون ژغ مجلې مدیر وټاکل شو.‌ شفیعي چې د خلکو د دیموکراتیک ګوند غړی وو په ۱۳۴۵ کال له رسمي وظیفې څخه استعفا وکړه او د خلق مجلې مدیر مقرر شو.
بارق شفیعي د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا څخه وروسته د اطلاعات او کلتور د وزیر په توګه مقرر شو او د ۱۳۵۸ کال په حمل میاشت کې د ټرانسپورټ د وزیر په توګه وټاکل شو.‌
شفیعي په دری ژبه کې ګڼ شمېر شعري او نثري کتابونه لیکلي چې د ستاک په نامه کتاب یې تر نورو ډېر شهرت لري.
په پاکستان کې مېشتو افغان جهادي تنظیمونو د شفیعي په هکله ویل چې په لینن یې درود ویلی او په خپله خپرونه کې یې خپور کړی دی.‌
اکاډمیسن سلېمان لایق د بارق شفیعي د سیاسي او ادبي شخصیت په باب نظر ورکوي، زه دا خبره تاییدوم، چې بارق شفیعي صیب په افغانستان کې د فارسي ازاد یا غیر عروضي شعر په دودولو کې له مخکښانو یو و، دغه راز هغه د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د رهبري له کسانو یو و، هغه د سیاسي بیورو غړی و، چې دا په حزب کې یو خورا مهم او تګلاره ټاکونکی مقام دی او په دې توګه نوموړی په افغانستان کې له مهمو شخصیتونو یو، خو هغه په وطن میین سړی و او د ادب په څېر په سیاست کې هم یو نفیس انسان و.
شفیعي افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال له هېواده کډوال شو او د عمر تر پایه په جرمني کې پاتې شو.
د نوموړي زوی پروېز شفیعي ویلي شفیعي د جنازې مراسم به راتونکې جمعې پر ورځ د جرمني په هانوور ښار کې تر سره شي او همالته به خاورو ته وسپارل شي
د شفیعي چاپ اثار د ستاک په نوم د نوموړي یوه شعري ټولګه په ۱۳۴۲ کال کې له چاپه راووته، چې ډېر مینه وال یې وموندل او د 'شهر حماسه او دوران ساز په نومونو دویمه او درېیمه شعري ټولګې په ۱۳۵۸ او ۱۳۵۹ کلونو کې چاپ شوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »