د هند سفارت : هند افغانانو ته د ویزې ورکړې شرایط لا ډېر اسانه کړه.
د دې خبرپاڼې له مخې، د ګرځندوی ویزې وخت یو کال شوی او یو کس هر ځل هند ته په تللو سره ۹۰ ورځې په هغه هېواد کې پاتېدلی شي.
له دې وړاندې هر ځل د هند سفر کې یو افغان ۳۰ ورځې تېرولی شوې، خو د دوو لیدنو ترمنځ واټن ۶۰ ورځې په خپل حال پاتې دی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې نوی ډېلی د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتولو لپاره خپله ویزه د افغان پانګولو لپاره لا ډېره اسانه کړې ده.
افغان سوداګر او پانګوال خپلې پانګونې ته په پام او د اړوند اسنادو په ښودلو سره له یو کال تر پنځو کلونو ویزه ترلاسه کولی شي.
د هرې لیدنې پر مهال وخت تېرول هم ۱۸۰ ورځې ټاکل شوی دی.
د ۲۰۱۵ کال افغانستان او هند هوکړه کړې چې د سوداګرۍ د پراختیا او پانګوالو دهڅولو لپاره د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ور کړه په کال کې ۶۰۰ میلیون ډالره ارزښت لري.
