| |
 

هلمند : یو حکومتي پلاوی د هلمند وضعیت د ارزونې لپاره دې ولایت ته ځي.

د افغانستان د حکومت یو لوړ رتبه پلاوی به نن هلمند ته ولاړ شي. د افغانستان د جمهوري ریاست خبرپاڼه وايي، دا پلاوی هلمند کې د وضعیت د څېړنې او د ستونزو د ارزونې لپاره هغه ولایت ته روان دی.
د خبرپاڼې په حواله، جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ویډيو کنفرانس له لارې، هلمند کې له یو شمېر پوځي او ملکي چارواکو سره د هغه ولایت پر وضعیت خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي چې د هلمند والي، په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان، د ملي امنیت رئیس او عبدالجبار قهرمان د امنیتي وضعیت او په ځانګړي ډول د مارجې او سنګين ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.
په خبرپاڼه کې هلمند ته د روان پلاوي د تشکیل په اړه څه نه ‎دي ویل شوي.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني هلمند کې د امنیتي ځواکونو د فعالیت ستاینه کړې خو هلته یې د بېلابېلو امنیتي ادارو ترمنځ د هماهنګۍ د زیاتېدا غوښتنه کړې ده.
وسلوالو طالبانو د دوشنبې په سهار پر سنګین ولسوالۍ برید وکړ او د پولیسو یو شمېر پوستې یې هم ونیولې.
خو د هلمند د والي د دفترپه خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د وسلوالو طالبانو برید په شاتمبولې او سیمې ته نوي ځواکونه استول شوي دي.
بلخوا د سنګین د ټولنیزې شورا غړي محمددادو ته وویل چې که سنګین ته بیړڼۍ پاملرنه ونه‎ شي او هلته پرتو امنیتي ځواکونو ته اضافي مرسته ونه‎شي، دا ولسوالۍ ښايي سقوط وکړي.
محمد دواد وايي، ځايي چارواکي موږ خبر کړي چې سنګین ولسوالۍ کې حالت تر پخوا سخت شوي دي، خلک له تباهۍ سره مخامخ دي نوکه جدي او حتمي کومک ور ونه رسېږي، نور زیانونه هم پېښېږي. که دولت دا ولسوالۍ ساتلای شي نو ښه که یې نه شي ساتلای تر څو به موږ د غیر په نوم مروو.
د سنګین د ټولنیزې شورا یو شمېر غړو له رسنیو سره په مرکو کې ادعا کړې چې وسلوالو طالبانو په جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک خبریالانو ته ویلي د سنګین په پرونۍ برید کې یې ۱۳ وسلوال طالبان وژلي دي.
وسلوالو طالبانو ادعا کړې چې سنګین کې یې د پرونۍ برید پر مهال تر ۲۰ زیاتې امنیتي پوستې نیولي خو حکومت يې ادعا رد کړې ده.
خو د سنګین ولسوالۍ کې د یوه قومي مشر حاجي صیف الدین سنګینوال وایې چې د ولسوالۍ بازار له خلکو تش شوی دی، د بازار نېږدې ۴۰۰۰ دوکانونه بند دي او وضعیت ناکرار دی.
سنګینوال زیاته کړې چې سنګین ولسوالۍ کې لږ تر لږه هره میاشت دوه واره د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ داسې درنې جګړې پېښېږي چې د ملکي خلکو لپاره يې عادي ژوند ستونزمن کړی دی.


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »