| |
 

بريالى افغانستان:


photo

بريالى افغانستان د ژوندون راډيو ټلوېزيون يوه داسې خپرونه ده چې په هغې کې د افغانستان برياليتوبونه او پرمختګونه څېړل کېږي. دا خپرونه په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان ټولې هغه برياوې رانغاړي چې په بېلابېلو تعليمي، تحصيلي، ټولنيزو، سياسي، تخنيکي، روغتيايي، ودانيزو او رغاونيزو چارو کې ترلاسه شوي دي. ددې خپرونې يو هدف دادى چې افغان ولس ته پر ځان د باور روحيه پياوړې کړي. په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د ژوند په هر ډګر کې ډېر پرمختګ کړى دى، خو افغانۍ او بهرنۍ ميډيا دا مثبت پرمختګونه لکه څنګه چې لازمه وه، نه دي ځلولي. رسنيو د برياوو په انډول نيمګړتياوو ته زياته ګوته نيولې ده، دا کار ددې سبب شوى چې د ولس روحيه مړاوې شي. خو ژوندون راډيو ټلوېزيون غواړي مثبت پرمختګونه هم وځلوي، نيمګړتياوې هم په ګوته کړي او د حل لارې هم وښيي. د بريالي افغانستان خپرونې چې تراوسه خپرې شوي، ليدونکو يې ډېره ستاينه کړې او ددې خپرونې د وخت د زياتولو غوښتنه يې کړې ده. دا خپرونه هم اوس په اوونۍ کې يوځل خپرېږي.

 

ویډیوګانې

 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »