| |
 

زموږ په اړه:


ژوندون د څه لپاره؟

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي.
د ژوندون کلمه لکه څنګه چې يې له مانا څخه معلومېږي، د انسان او ټولو ژونديو موجوداتو يو اساسي حق دى، ژوندون وېبپاڼه به دغسې د انسان د دې اساسي حق ملاتړ کوي، هېچاته، به اجازه ور نه کړي چې د خپلو نفسي خواهشاتو او افکارو لپاره د بل انسان وينه تويه کړي.
ژوندون د افغانستان د طبيعي حدودو د اقامې لپاره شعوري مبارزه کوي او په دې محدوده کې له هېڅ ډول مبارزې څخه ډډه نه کوي، فردي، سيمه ييز، ژبني، قبيله يي او نور ډول ډول تعصبات نه مني او د هر ډول کينو پر وړاندې په ټينګه ودرېږي.
ژوندون تر ټولو دمخه ملي او اسلامي ارزښتونه په انډوليزه توګه پالي، د حمزه بابا په وينا (يثربي باده د افغان په پيمانه کې) غواړي او په دې برخه کې د پخواني (کيڼ او ښي) ترسره شوي افراط اشتباهات بيا نه تکراروي.
ژوندون وېبپاڼه به د ټولو افغانانو لپاره يوه په زړه پورې معلوماتي سرچينه وي، نه يوازې د دوى ليکنې، اثار او افکار به په کې خپرېږي، بلکې د دوى د روزنې او ځلونې ښه وسيله به هم وي.
ژوندون د بيان د ازادۍ حق پالي او کوښښ کوي چې په هېواد کې د بيان د ازادۍ کلتور عام کړي. ژوندون به تر هغه پورې د بيان او فکر ازادۍ پالي، چې د نورو د بيان او فکري ازادۍ د سلبېدو سبب نه شي، ژوندون د چا پر شخصي حريم تېري ته اجازه نه ورکوي او د هغې نامحدودې ازادۍ پلوي نه کوي چې د هېواد ملي ګټو ته زيان پېښوي او عمومي انارشۍ ته لمن وهي.
ژوندون د هغو ليکنو مسوليت پر خپله غاړه اخلي چې په رسمي ډول ددې وېبپاڼې نظر ځلوي، نور نو هر ليکوال ته په کار دي چې په ژوندون کې د خپلې خپرې شوې ليکنې او نظر ځواب په خپله ووايي. ژوندون په مستعارو نومونو هغه وخت د ليکنو خپراوى مني چې د چا پر شخصي حريم تېرى نه وي شوى او يا په اصلي نوم د ليکنې د خپراوي په حالت کې د ليکوال ژوند ته خطر متوجه وي، د مستعار نوم په حالت کې بايد ليکنه پر کره شواهدو ولاړه وي. ژوندون د ليکوال ژوند ته د خطر په حالت کې د هغه مستعار نوم پټ ساتي، خو که کوم حکمي يا حقيقي شخص د مستعار نومو ليکوالو له ليکنې زيانمن شي او هغه بيا له ژوندون څخه غوښتنه وکړي، نو ژوندون، مستعار نومى ليکوال ورښودلاى شي. په همدې خاطر له مستعار نومو او پټنومو ليکوالو څخه هيله کوي چې په خپلو ليکنو کې ډېر دقت وکړي.
ژوندون د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو خلاف ليکنې نه خپروي.
ژوندون وېبپاڼه د پښتو پر معياري ليکدود برابرې ليکنې خپروي. د ليکني سمون په برخه کې معقوله او علمي لاسوهنه د ځان حق ګڼي، هغه ليکوال چې په معياري ليکدود کې يو څه ستونزه لري او د سمون په برخه کې د ژوندون مرسته غواړي، ژوندون يې هرکلى کوي او هغه ليکوال چې يوازې پر خپل سيمه ييز ليکدود او ګړدود ټينګار کوي او په خپله ليکنه کې چاته د سمون حق هم نه ورکوي او يا هم سمون پرې ښه نه لګي، له هغو څخه هيله کوو چې ژوندون ته دې خپلې ليکنې نه رالېږي.
ژوندون به په لومړي ګام کې په پښتو، بيا په دري او تر هغه وروسته به په انګليسي او نورو نړيوالو ژبو خپرونې کوي.
ژوندون وېبپاڼه سره له دې چې د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي سايټ دى، خو دا په دې مانا نه ده چې دا وېبپاڼه انحصاري ده. په ژوندون کې به د ژوندون راډيو ټلوېزيون پر ټولو خبرونو او مطالبو سربېره د هر افغان ليکنې، نظرونه، وړانديزونه، ويناوې او تصويرونه ټول خپرېږي. ژوندون د بېځايه سانسور او انحصار سخت مخالف دى.
ژوندون وېبپاڼه به د ښځينه ليکوالو نظريو او وړانديزونو ته، چې هسې هم زموږ په هېواد کې ډېر محروم او محکوم قشر دى، د لومړيتوب حق ورکوي، د ځوانو استعدادونو غوړونې ته به هم جدي پاملرنه کوي.
ژوندون به له نورو افغاني وېبپاڼو سره همکارۍ پالي او له دې لارې به يو بل ته تازه او نوي معلومات ورکوي.
ژوندون به د ژوند د هر ډګر په اړه رنګارنګ او په زړه پورې مطالب خپروي. که چېرې په ژوندون کې د دوو افغان ليکوالو ترمنځ معقوله مناظره، مباحثه او يا هم د سوال و ځواب معضله پېښه شوه، ژوندون به د دواړو لوريو ترمنځ د ناپېيلتوب اصل پالي.
ژوندون به خپل رسمي چلوونکي او کارکوونکي هم ولري، خو د ليکوالو خپلخوښې او افتخاري همکارۍ لا ګټوره او وياړمنه ګڼي.
ژوندون وېبپاڼه به د هېواد د ملي سوداګرو له اعلانونو او نورو قانوني لارو خپلې چارې خړوبوي او د پانګې د زياتېدو په صورت کې به لا نورو فرهنګي چارو ته مخه کوي.
ژوندون له ملي پانګوالو او ملي اشخاصو سره د ښه ملګرتوب لپاره، د هغوى تجارتي او نورو اعلانونو لپاره ځانګړى تخفيف په پام کې نيسي.
لنډه دا چې ژوندون د ژوند لپاره دى، ژوندون د ټولو افغانانو دى، ژوندون د ټول افغانستان لپاره دى.

د ټول افغان ولس د ژوند د سوکالۍ په هيله
د ژوندون اداره

 

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »