Sat. Jan 25th, 2020

ژوندون

راډیو ټلوېزیون

کابل کې ۱۲ تنه د غلا او غیر قانوني وسلو د لېږد په تړاو نیول شوي

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پولیسو په کابل ښار د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د کابل ښار څلورمې ناحیې، ۱۵ امنیتي حوزې او ده سبز ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه د غلا ، ژوبلې، غیرقانوني وسلو ګرځونې او چپاولګرۍ قضیو په تړاو نیول شوي دي.

چې په خبره یې له یادو کسانو یومیل کلاشنکوف، یوه توفنچه او یوشمېر غلا شوي مالونه هم د پولیسو لاسته ورغلې دي

(Visited 22 times, 1 visits today)