Sat. Jan 25th, 2020

ژوندون

راډیو ټلوېزیون

کابل ښاریانو سره د ملي بحث له لارې د هغو د ستونزو د اورېدلو زمینه برابریږي

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب او د ولسمشرۍ ماڼۍ له سلاکارانو سره په ناسته کې په ټینګار سره ویلي چې د کابل ښاریانو د ستونزو د اورېدلو په موخه دې د ملي بحث په نوم پرګرام په لاره واچول تر څو د هغوی امنیتي او نورو ټولنیزو ستونزې واورېدل شي او رسېدنه ورته وشي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت نوې طرحه چې د کابل ښار په لومړۍ او پنځمو ناحیو او ده سبز سیمه کې عملي شوې هم ستایلې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ښاریان د هوا له سختې ککړتیا او همدارنګه له سختو امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دي

(Visited 20 times, 1 visits today)