Sat. Jan 25th, 2020

ژوندون

راډیو ټلوېزیون

ولسمشر غني: کورنیو چارو وزارت کې بېرونۍ لاسوهنې باید صفر شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې تېره ورځ یې د شهید جنرال رازق د پولیسو اکاډمۍ څخه د یولسمې دورې د فارغینو په فراغت غونډه کې خبرې کولې، وویل چې په کورنیو چارو وزارت کې د بهرنیو لاسوهنو مخه باید ونیول شي او صفر ته راښکته شي.

نوموړي وويل حکومت له پولیسو ملاتړ کوي او پولیس هم باید د خلکو د امنیت په برخه کې هڅې وکړي.

د غني په خبره د پولیسو اساسي دنده د قانون تطبیق دی او په دې برخه کې باید پولیس جدي اووسي.

د یادونې وړ ده چې د سترپاسوال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ څخه ۴۵۵ تنه فارغ شول چې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په وینا د یاد وزارت د نوې امنیتي طرحې له مخې به د کابل په یو شمېر سیمو کې په دندو وګمارل شي.

(Visited 54 times, 1 visits today)