Sat. Jan 25th, 2020

ژوندون

راډیو ټلوېزیون

زموږ ناپوهي او د رب لورېينه! | محمد خان ذهین

د رب لوروینه کله- کله د انسان د ارادې او غوښتنې سره همغږې نه وي، خو وروسته بیا همدا نه غوښتونکی شی یا عمل سړي ته دومره په زړه پورې شي، چې بېلتون یې آن د جنون لامل کیږي .

کله- کله لکه جامې ګنډل، شکول او ورانول د جوړولو سبب ګرځي .

که وګورئ!  د بدن په جراحي ټپي کېدو هغه ټپ د نورو کوچنیو ټپونو(سوریو) په جوړولو راټولېږي.

دا د ژوند لوړې ژورې د هاغه ژور ټپ واړه زخمونه دي، چې پرې غټ- غټ ټپونه روغتیا مومي.

 هغه وايي کنه، چې تهوړ جوړ رامنځته کوي؛ ځکه خو کله خپل هغه پخواني فکرونه او غوښتنې یو ډول بې فکره احساس او د لېونتوب علایم ګڼل کیږي .

که ځیر شو، فکر نه کوم چې څوک دې وغواړي د لږ وخت لپاره په تنګ او تیاره ځای کې تړلی ژوند وکړي.

که څوک داسې څه وانګېري، نو خامخا به یې ژوند د درد او چغو بدرګه وي، خو موږ ټولو همداډول ژوند پوره نهه میاشتې د مور په نس په ډېرې خوښۍ او ارامۍ تېر کړی .

کله چې د رب لوروینه پر موږ وشوه او له هغه تنګ، تیاره او تړلي ژوند څخه مو پراخې او رڼې دنیا ته سر ښکاره کړ، د هغه ځای بېلتون مو په چغو او کریکو بدرګه کړ.

دلته د دوه شیانو سره بلدتیا ده؛ لومړی دا چې زموږ د ژوند پیل د بېلتون او ژړا له غږه سره شوی او ژړا موږ ته لارښوونه کوي چې ډېره خوشحالي هم په اوښکو بدرګه کړو. 

بل دا چې د هر ناغوښتونکي عمل پاېله دردوونکي وي . موږ له خپل مسکنه (د مور له نسه) په راتګ خوښ نه و او خپل نه غوښتونکی تګ مو یو ډول جنون ګڼلو.

کریکې او چغې مو وهلې، نو ډېری داسې غوښتنې او کارونه چې موږ یې د ځان لپاره نه غواړو، اکثره وخت زموږ په ګټه پای مومي .

که وګورئ! د ډېرو پرونۍ ناهیلي د نن ورځې درنې هیلې دي او د ځینو بیا نننۍ ناهیلي د تېر عمر له لوړو غوښتنو سرچینه اخېسته .

نو د ژوند فطرتي اصل څخه یو دا هم دی، چې سړی دې تېر پسې خفګان او راتلونکي پسې ارمان کوي . په ژوند کې ټول بدلونونه، تغیرات او تحولات د رب لوروینه او د څو ورځني ژوند بېلابېل پړاونه دي . په همدې اساس موږ باید د رب په هره پرېکړه خپل بشپړ رضایت او پوره خوښي څرګنده کړو. هر چاته خپله برخه، هغه که ښه وي یا بد، رسيږي؛ ځکه : هره ونه خپله- خپله مېوه نیسي په نارنج کې مې انار لیدلی نه دی

(Visited 29 times, 1 visits today)