Sat. Jan 25th, 2020

ژوندون

راډیو ټلوېزیون

بنګلادېش کرکټ لوبډلې د ټيسټ لوبو لپاره پاکستان ته له تګ څخه انکار وکړ

د بنګلادېش حکومت د منځني ختيځ د کړکېچ له امله خپله لوبډله پاکستان ته د ټيسټ لوبو لپاره د نه لېږلو پرېکړه وکړه. د دوی په وينا پاکستان ته د بنګلادېش کرکټ لوبډلې تګ په اوسمهال کې له خطره خالي نه دی.

ټاکل شوې وه چې په روانه مياشت کې به د بنګلادېش او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوريزو او ټيسټ لوبو سيالۍ پيل شي. د بنګلادېش لوبډله په پاکستان کې د شل اوريزو لوبو د ترسره کولو لپاره تياره وه، خو دا چې د ټيسټ لوبو د ترسره کولو لپاره په پاکستان کې د ډېر وخت لپاره بنګله ديشي لوبډله پاتې کېږي، نو دې ته تيار نه دي، له دې امله يې پاکستان ته له تللو څخه انکار کړی دی.

(Visited 43 times, 1 visits today)