Sat. Jan 25th, 2020

ژوندون

راډیو ټلوېزیون

ایران کې د اکرایني الوتکې تر لوېدو وروسته د افغانستان پر فضا الوتنې زیاتې شوي

د افغانستان د هوایي چلند اداره وایي، په سیمه کې د روان کړکېچ تر رامنځ ته کېدو وروسته د افغانستان پر فضا سوداګریزې الوتنې ۲۵ سلنه ډېرې شوې دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر ويلي، په ایران کې د الوتکې له غورځېدو وروسته د ملکي هوايي چلند نړیوال سازمان (ایکاو) او د هوايي لېږد رالېږد ټولنې (ایاتا) له افغانستان او یو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو غوښتي چې پر خپله فضا د لانورو پروازونو د منلو همکاري وکړي. هغه زیاته کړې چې عملا د دې هېواد پر فضا د هغو هوايي شرکتونو عبوري الوتنې پیل شوي چې د امنیتي ستونزو له کبله یې له ایرانه خپل مسیر بدل کړی دی

(Visited 2 times, 1 visits today)