| |
 

د سروبي ولسونو د پښتون ژغورنې غورځنګ او هلمند سوله ییز اعتراض څخه کلک ملاتړ اعلان کړ.


>


ژوندون راډيو په ژوندۍ بڼه
سوداګریز ملګري
MTN Afghanistan MTN Afghanistan

د کابل سروبي ولسوالۍ ځوانانو، قومي مخورو او دیني عالمانو د یوې پراخې راټولېدنې پرمهال د پنجاب زور زیاتي پر وړاندې د پښتون ژغورنې مبارزه پر حق وګڼله او پر ننګه یې د ودرېدو غږ وکړ.
د سروبي سیمه ییزې پرمختیايي شورا مشر عبدالمبین توکلزي د پاکستان ظلم و زیاتې پر وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ روانه مبارزه مثبته بللو سره هممهاله هلمند او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړې مخالفت کې راپورته شوي ولسي خوځښتونو څخه ملاتړ وښود.
د غونډې ګډونوالو د پاکستان ظلم و زیاتې پر وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ روانه مبارزه مثبته ګڼي او ترې ملاتړ څرګندوي.
قومي مخور ګل حسن سهاک هلمند او یو شمېر ولایتونو کې د سولې په هدف راټوکېدلي پرلتونه اغېزمن ګڼي، او له وسلوالو مخالفینو غواړي چې د جګړې پرځای د سولې بهیر سره یوځای شي.
دا قومي مشران او دیني عالمان باور وښايي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته افغانان د پردۍ او تپلي جګړې قرباني دي، او اړتیا ده چې افغانان سره د بین الافغاني خبرو لپاره د جرګې په ټغر کېني او رواني ناخوالې پای کړي.
راپور: هارون ناسر

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »